IQNA

په اسلامی هیوادونو کې د زده کړې د پراختیا  لپاره دمسلمانانو دنړیوالې اتحادئې پروګرام

14:54 - December 18, 2024
د خبر لمبر: 3490328
ایکنا – د مسلمانانو نړیوالې اتحادئې  په یوې اعلامیې کې ویل شوي دی چې  نیت لري،په اسلامی هیوادونو کې د انجونو زده کونکو د  تفکر د لوړتیا لپاره  د نړیوالو اورګانونو په مشارکت سره  یو پروګرام وړاندې کړي.

ایکنانیوز  د نیشن له قوله راپور راکړ، د مسلمانانو  نړیوالې ټولنې () په یوې اعلامیې کې راغلی دي ، نیّت لري،دمسلمانانو په ټولنو کې دانجونو د زده کړې د لوړتیا  په موخې سره  یو مخکښ پروګرام پيل کړي.

دغه پروګرام به د؛ په مسلمانو ټولنو کې د انجونو زده کړې؛ چیلنجونه او فرصتونه ؛ په عنوان سره  په یوه نړیوال کنفرانس کې په مسلمانو ټولنو کې  د زده کړې لپاره  د نړیوالو مشارکتونو د پلیټ فارم له لارې چې ټاکل شوې ده ، د ۲۰۲۵کال د جنورۍ  له ۱۱ نيټې تر دولسمې نیټې پورې  دپاکستان په اسلام اباد کې ترسره شوي ،وړاندې  کړي.

 دغه کنفرانس  به د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف  په ملاتړ سره،  د اسلامی  حکومتونو،اسلامی او رګانونو ،مدني ټولنې او نړیوالو  اورګانونو ترمینځ   نړیوال مشارکت او تعامل رامینځةکړي.

په دغه کنفرانس کې  ددرستې نړۍ دینی  لوړبوړي عغالمانو روڼ اندي ،رسندوئي مشران او فعالان سره غونډيږي څو  د انجونو د زده کړې او روزنې  دپرمختګ لپاره یو مشترک چینل رامینځةکړي.

د مسلماننو د نړیوالې اتحادئې دغه پروګرام په مکې منشور کې  په تیره بیا  د منشور د ۲۲ او ۲۳ اصولو او د ۲۵ مادې  کې  بیان شوي اصول،یعني د اسلامی مذهبونو او مکتبونو((Charter of Building Bridges Between Islamic Schools of Thought and Sects)  ترمینځ د پل رامینځةکول دي.

د دغه پروګرام د لا زیاتې پياوړتیا لپاره ، د مسلمانانو نړیوالې ټولنې  د اسلامی ملګرمیا موسیسې (او ائي سی)  دغړو هیوادونو  په وسیله تصویب شوي  پریکړه لیکونه به د اسلامی ملګرتیاموسیې ، ددغې اتحادئې  او د اسلامی فقې د نړیالې اکاډمۍ ترمینځ  د لاس شوي تفاه  یاددښتونو  په لړ کې  اجرا شي.

https://iqna.ir/fa/news/4254524

captcha